سوره النساء (ښځې) (آیت 116)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۱۱۶

إِنَّ اللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَنْ يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَٰلِكَ لِمَنْ يَشَاءُ ۚ وَمَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا بَعِيدًا 116 ١١٦

بېشكه الله نه بخښي دا چې له هغه سره شریك ونیول شي او بخښي هغه (ګناهونه) چې له دې (شرك، كفر) نه كم دي، د چا لپاره چې يې وغواړي، او څوك چې له الله سره شریك ونیسي، نو یقینًا هغه ګمراه شو په ډېرې لرې ګمراهۍ سره (۱۱۶)

تفسیر
یقینا الله تعالی نه بخښي دا چې شرک دې وکړی شي د هغه سره، بلکه همیشه به وي مشرک په اور کې، او بخښي ښکته له شرک څخه نور ګناهونه هر هغه چاته چې ویې غواړي په خپل رحمت او مهربانۍ سره، او څوک چې د الله تعالی سره څوک شریک کړي نو یقینا دا سړی د حق څخه بې لارې شوی او د هغه څخه ډیر زیات لرې شوی؛ ځکه چې ده خالق او مخلوق سره برابر کړي دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ