سوره النساء (ښځې) (آیت 119)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۱۱۹

وَلَأُضِلَّنَّهُمْ وَلَأُمَنِّيَنَّهُمْ وَلَآمُرَنَّهُمْ فَلَيُبَتِّكُنَّ آذَانَ الْأَنْعَامِ وَلَآمُرَنَّهُمْ فَلَيُغَيِّرُنَّ خَلْقَ اللَّهِ ۚ وَمَنْ يَتَّخِذِ الشَّيْطَانَ وَلِيًّا مِنْ دُونِ اللَّهِ فَقَدْ خَسِرَ خُسْرَانًا مُبِينًا 119 ١١٩

او زه به خامخا لازمًا هغوى ګمراه كوم او زه به خامخا لازمًا هغوى په ارزوګانو كې اچوم او زه به خامخا لازمًا هغوى ته حكم كوم، بیا به هغوى خامخا د څارویو غوږونه څیروي او زه به خامخا هغوى ته حكم كوم، نو هغوى به ارومرو د الله په تخلیق كې تغییر (بدلون) راولي او چا چې له الله نه غیر شیطان دوست ونیوه، نو یقینًا هغه تاواني شو، ښكاره تاواني كېدل (۱۱۹)

تفسیر
او خامخا به زه بندوم دوی ستا له نیغې لارې څخه، او خامخا اچوم به دوی ته ارزوګانې په دروغجنو وعدو سره هغه چې دوی ته خپله ګمراهې خایسته کوي، او خامخا امر به کوم دوی ته په غوڅولو د غوږونو د څارویو لپاره د حرامولو د هغه څه چې الله تعالی حلال کړي، او خامخا زه به امر کوم دوی ته په بدلولو د پیدايښت د الله تعالی او د هغه په فطرت (دین)، او هر هغه څوک چې ونیسې شیطان لره په دوستۍ چې دوستي ورسره کوي او تابعداري يې کوي نو یقینا تاوان یې وکړ په تاوان ښکاره سره له وجې د دوستۍ کولو نه د رټلي شوي شیطان سره.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ