سوره النساء (ښځې) (آیت 124)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۱۲۴

وَمَنْ يَعْمَلْ مِنَ الصَّالِحَاتِ مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَىٰ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُولَٰئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ وَلَا يُظْلَمُونَ نَقِيرًا 124 ١٢٤

او چې چا هم د نېكیو عمل وكړ، نر وي او كه ښځه، خو چې مومن وي، نو دغه خلق به جنت ته داخلېږي او په دوى به د كجورې د زړي د داغ هومره ظلم (هم) نه كېږي (۱۲۴)

تفسیر
او هر هغه څوک چې وکړي د نیکیو د کارونو څخه که نر وي او که زنانه وي او حال دا چې ایمان لرونکی وي په الله تعالی باندې په حقه سره نو پس دغه هغه خلک دي چې یوځای کړي دي ایمان او نیک کار؛ ننوځې به جنت ته، او نه به شي کمیدلی د دوی د عملونو د ثواب څخه هیڅ شی، او اګر که وي د دوی دغه عمل په لږوالي کې د خرما د زړې د هغه تور داغ په اندازه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ