سوره النساء (ښځې) (آیت 125)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۱۲۵

وَمَنْ أَحْسَنُ دِينًا مِمَّنْ أَسْلَمَ وَجْهَهُ لِلَّهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ وَاتَّبَعَ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا ۗ وَاتَّخَذَ اللَّهُ إِبْرَاهِيمَ خَلِيلًا 125 ١٢٥

او د دين په لحاظ له هغه كس نه څوك زیات ښه دى، چې خپل مخ يې الله ته تابع كړ او هغه نېكي كوونكى و۔ او هغه د ابراهیم د ملت تابع شي، چې يواځې حق پسې تلونكى و، او الله ابراهیم لره خلیل نیولى دى (۱۲۵)

تفسیر
او نشته هیڅوک ډیر ښایسته په اعتبار د دین سره د هغه چا څخه چې غاړه يې ایښودي وي الله تعالی ته په پټه او ښکاره او خالص کړی یې دی نیت خپل الله تعالی ته، او ښه یې کړي وي، په خپل عمل کې په تابعدارۍ د شرعې، او تابعداري یې کړی وي د دین د ابراهیم علیه السلام هغه چې هغه اصل دی د دین د محمد صلی الله علیه وسلم اوړیدونکی وي له شرک او کفر څخه توحید او ایمان ته. او غوره کړی دی الله تعالی خپل پیغمبر ابراهیم علیه السلام په پوره مینې سره په ټولو مخلوقاتو کې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ