سوره النساء (ښځې) (آیت 126)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۱۲۶

وَلِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۚ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ مُحِيطًا 126 ١٢٦

او خاص د الله لپاره دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او الله هر شي لره ښه راګېروونكى دى (۱۲۶)

تفسیر
او یوازي خاص الله تعالی لره ده بادشاهي او اختیار د هغه څه چې په اسمانونو کې دي او په ځمکه کې دي، او دی الله تعالی په هر شي باندې ګیره اچوونکی د خپلو مخلوقاتو څخه په علم، قدرت او تدبیر سره.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ