سوره النساء (ښځې) (آیت 128)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
4
النساء(النساء)، آیت ۱۲۸
وَإِنِ امْرَأَةٌ خَافَتْ مِنْ بَعْلِهَا نُشُوزًا أَوْ إِعْرَاضًا فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِمَا أَنْ يُصْلِحَا بَيْنَهُمَا صُلْحًا ۚ وَالصُّلْحُ خَيْرٌ ۗ وَأُحْضِرَتِ الْأَنْفُسُ الشُّحَّ ۚ وَإِنْ تُحْسِنُوا وَتَتَّقُوا فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا
او كه چېرې یوه ښځه له خپل خاوند نه د زیاتي، یا مخ اړونې اندېښنه ولري، نو په دې دواړو باندې هېڅ ګناه نشته چې په خپل مینځ كې په څه شان هم روغه وكړي، او روغه كول ډېر غوره دي او نفسونه شومتیا ته حاضر كړى شوي دي او كه تاسو نېكي وكړئ او پرهېزګاره شئ، نو یقینًا الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ؛ ښه خبردار دى (۱۲۸)
تفسیر
او که چیرته وویریږي یوه ښځه د خپل خاوند څخه په لویي کولو سره د هغې څخه او مینه او رغبت نه وي د هغې سره نو هیڅ ګناه نشته په دې دواړو چې د یو بل سره جوړه وکړي داسې چې ښځه د خپلو ځینو لازمي حقونو څخه تنازل وکړي لکه د نفقې او شپې تیرولو حقونه، او روغه جوړه دلته غوره ده دې دواړو لره د طلاق څخه، او یقینا پیداشوي دې نفسونه په حرص او بخل باندې، نو نه غواړي تنازل د خپلو حقونو څخه، نو پس مناسب دي دواړو ښځې او خاوند لره د دې خاصیت علاج کول په عادت کولو د خپلو نفسونو په بخښنې او نیکۍ کولو. او که چیرته تاسو په خپلو ټولو چارو کې نیکي او ښیګړه وکړئ، او د الله تعالی څخه وویریږئ په عملې کولو د هغه د اوامرو او په ځان ساتلو د هغه له نواهیو څخه، نو پس بیشکه الله تعالی په هغو کارونو چې تاسو يې کوئ خبردار دی، هیڅ شی په هغه باندې پټ نشې پاتی کیدلی، او خامخا به درله پرې بدله درکړي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: