سوره النساء (ښځې) (آیت 129)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
4
النساء(النساء)، آیت ۱۲۹
وَلَنْ تَسْتَطِيعُوا أَنْ تَعْدِلُوا بَيْنَ النِّسَاءِ وَلَوْ حَرَصْتُمْ ۖ فَلَا تَمِيلُوا كُلَّ الْمَيْلِ فَتَذَرُوهَا كَالْمُعَلَّقَةِ ۚ وَإِنْ تُصْلِحُوا وَتَتَّقُوا فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ غَفُورًا رَحِيمًا
او تاسو به كله هم (دا) وَس ونه لرئ چې د ښځو په مینځ كې انصاف وكړئ اګر كه تاسو (د دې) حرص (هم) وكړئ، نومه كګېږئ (یوې خوا ته) پوره كږېدل، چې تاسو هغه (بله) پرېږدئ په شان د زوړندې كړى شوې او كه تاسو صلح وكړئ او پرهېزګاره شئ، نو بېشكه الله له همېشه ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى (۱۲۹)
تفسیر
او هیچ چیرې تاسو نه شئ کولی -ای خاوندانو- چې پوره پوره عدل وکړئ د خپلو ښځو سره د زړه په کږیدلو کې، او اګر که تاسو په دې باندې حرص هم وکړئ؛ د هغو کارونو په وجه چې کیدای شي ستاسو د ارادې څخه بهر وي، نو بس تاسو مه کږیږئ په پوره کږیدلو سره د هغې ښځې څخه چې تاسو ورسره مینه نه لرئ نو بس تاسو يې پریږدئ د ځوړندې شوې ښځې په شان چې نه د خاوند والا وي چې حق ورله ادا کړي، او نه بې خاونده وي چې نکاح وکړي، او که چیرته تاسو سوله وکړئ په خپل منځ کې په داسې طریقه چې مجبور کړئ خپل ځانونه په هغه څه باندې چې نه يې غواړي د اداد کولو د حق د ښځې نه، او وویریږئ د ښځې باره کې د الله تعالی څخه، نو پس بیشکه الله تعالی دی بخښنه کوونکی رحم کوونکی.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: