سوره النساء (ښځې) (آیت 130)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۱۳۰

وَإِنْ يَتَفَرَّقَا يُغْنِ اللَّهُ كُلًّا مِنْ سَعَتِهِ ۚ وَكَانَ اللَّهُ وَاسِعًا حَكِيمًا 130 ١٣٠

او كه دواړه له یو بل نه بېل شي (، نو) الله به هر یو په خپلې فراخۍ سره غني كاندي او الله له همېشه فراخۍ والا، ښه حكمت والا دى (۱۳۰)

تفسیر
او که مېړه او مېرمن د طلاق او خلعې له امله له يوبل بېل شي، الله به هر یو په خپله پراخه پېرزوينه غني او بې پروا کړي او الله د پراخه پېرزويينې او لورېينې څښتن دی او په تدبير او تقدير کې يې حکيم دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ