سوره النساء (ښځې) (آیت 135)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۱۳۵

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ بِالْقِسْطِ شُهَدَاءَ لِلَّهِ وَلَوْ عَلَىٰ أَنْفُسِكُمْ أَوِ الْوَالِدَيْنِ وَالْأَقْرَبِينَ ۚ إِنْ يَكُنْ غَنِيًّا أَوْ فَقِيرًا فَاللَّهُ أَوْلَىٰ بِهِمَا ۖ فَلَا تَتَّبِعُوا الْهَوَىٰ أَنْ تَعْدِلُوا ۚ وَإِنْ تَلْوُوا أَوْ تُعْرِضُوا فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا 135 ١٣٥

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! شئ تاسو قايم اوسېدونكي په انصاف باندې، ګواهي كوونكي د الله لپاره، اګر كه (دا ګواهي) ستاسو د خپلو ځانونو، يا مور او پلار او نژدې خپلوانو په خلاف وي، كه هغه (كس) مالداره وي، یا غریب وي، نو الله د دې دواړو ډېر خیرغوښتونكى دى، نو تاسو (له حق نه) د اوړېدلو لپاره د خواهشاتو پیروي مه كوئ او كه تاسو ژبې كږې كړئ، یا مخ واړوئ، نو یقینًا الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ ښه خبردار دى (۱۳۵)

تفسیر
ای هغه کسانو چې ایمان مو په الله تعالی راوړی او د هغه د رسول تابعداري موکړې ده، شئ تاسې ولاړ په انصاف سره په ټولو حالاتو کې، ادا کوونکي ګواهۍ لره په حق باندې د هر چا سره، او اګر که دا تقاضا کوي چې تاسو په خپلو ځانونو هم په حق سره اقرار وکړئ، او یا په خپل مور او پلار او ستاسو په خپلوانو، او بار دې نه کړي غریبي د یو کس او مالداري د هغه تاسو لره په ګواهۍ کولو او یا په پریښودولو د ګواهۍ، پس الله تعالی ډیر خیر غوښتونکی دی غریب او مالداره لره ستاسو څخه او ډیر پوهه دی د هغوی په مصلحتونو، نو بس تاسو تابعداري مه کوئ د خواهشاتو په ګواهۍ کولو کې د دې لپاره چې د حق څخه کاږه نه شئ په ګواهۍ کې، او که چیرته تاسو بدله کړله ګواهي چې په سمه طریقه مو ادا نه کړه، او یا مو د هغې د ادا کولو څخه مخ واړاوه؛ نو پس الله تعالی په هغو کارونو چې تاسو يې کوئ خبردار دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ