سوره النساء (ښځې) (آیت 137)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۱۳۷

إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا ثُمَّ كَفَرُوا ثُمَّ آمَنُوا ثُمَّ كَفَرُوا ثُمَّ ازْدَادُوا كُفْرًا لَمْ يَكُنِ اللَّهُ لِيَغْفِرَ لَهُمْ وَلَا لِيَهْدِيَهُمْ سَبِيلًا 137 ١٣٧

بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړ، بیا دوى كافر شول، بیا يې ایمان راوړ، بیا كافر شول، بیا دوى په كفر كې ښه مخ په وړاندې لاړل (، نو) الله كله هم داسې نه دى چې دوى ته بخښنه وكړي او نه داسې دى چې دوى به په (نېغه) لاره روان كړي (۱۳۷)

تفسیر
یقینا هغه کسان چې تکرار شوی د هغوی څخه کفر وروسته د ایمان څخه، داسې چې ایمان یې راوړی دی بیا ترې اوختي (مرتد شوي)، بیا یې ایمان راوړی، بیا ترې اوختي (مرتد شوي)، او بیا کلک پاتې شوي په خپل کفر باندې او مړه شوي دي په هغه باندې؛ نه دی الله تعالی چې وبخښې دوی ته ګناهونه د دوی، او نه دی الله تعالی چې توفیق ورکړي دوی ته نیغې لارې ته هغه چې الله تعالی ته رسیدونکې لار ده.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ