سوره النساء (ښځې) (آیت 13)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۱۳

تِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ ۚ وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ يُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا ۚ وَذَٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ 13 ١٣

دا د الله حدونه دي او چا چې د الله او د هغه د رسول اطاعت وكړ، (نو) هغه (الله) به يې داسې جنتونو ته ننباسي چې د هغو له لاندې وَلې بهېږي، چې دوى به په هغو كې همېشه وي او دا بېخي لویه كامیابي ده (۱۳)

تفسیر
دا پورته بیان شوي احکام د یتیمانو او نورو خلکو باره کې، د الله تعالی حکمونه دي خپلو بندګانو لپاره يې روا کړي چې عمل پرې وکړي، او څوک چې تابعداري وکړي د الله تعالی او د هغه د رسول په عملي کولو د اوامرو د هغوی او په ځان ساتلو سره له نواهیو د هغوی څخه؛ نو داخل به یې کړي الله تعالی جنتونو ته چې بهیږي لاندې د بنګلو د هغې نه ویالې (نهرونه)، همیشه به وي دوی په دې کې چې ختمیدل به ورته نه رسیږي، او دا د الله تعالی بدله ده همدا غټه کامیابي ده چې هیڅ قسم کامیابي ورسره نشي برابریدلی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ