سوره النساء (ښځې) (آیت 140)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
4
النساء(النساء)، آیت ۱۴۰
وَقَدْ نَزَّلَ عَلَيْكُمْ فِي الْكِتَابِ أَنْ إِذَا سَمِعْتُمْ آيَاتِ اللَّهِ يُكْفَرُ بِهَا وَيُسْتَهْزَأُ بِهَا فَلَا تَقْعُدُوا مَعَهُمْ حَتَّىٰ يَخُوضُوا فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ ۚ إِنَّكُمْ إِذًا مِثْلُهُمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ جَامِعُ الْمُنَافِقِينَ وَالْكَافِرِينَ فِي جَهَنَّمَ جَمِيعًا
او یقینًا هغه (الله) پر تاسو باندې په كتاب كې دا (حكم) نازل كړى دى چې كله تاسو د الله ایتونه واورئ، چې په هغو سره كفر كېږي او په هغو پورې مسخرې كېږي، نو تاسو له هغوى (كفر او استهزا كوونكو) سره مه كېنئ تر دې چې هغوى له دې نه علاوه (په نورو) خبرو كې مشغوله شي، بېشكه تاسو په دغه وخت كې د هغوى په شان یئ، بېشكه الله منافقانو او كافرانو ټولو لره په جهنم كې راجمع كوونكى دى (۱۴۰)
تفسیر
او په تحقیق سره رالیږلي و الله تعالی په تاسو -ای مومنانو- په قران کریم کې دا چې کله تاسو کینئ په یو مجلس کې او واورئ په دې کې د هغه چا خبرې چې کفر کوي په الله تعالی او د هغه په آیتونو مسخرې کوي؛ نو پس واجب دې په تاسو باندې پریښودل د کیناستلو د هغوی سره او ګرځیدل د هغوی د مجلسونو څخه، تر دې چې خبرې وکړي نورې خبرې پرته د کفر کولو نه د الله تعالی په آیتونو او د مسخره کولو نه په هغې باندې، تاسو که په دغه وخت کې ورسره کیناستئ په حالت د کفر کولو په آیتونو د الله تعالی او په حالت د مسخرو کولو په هغې باندې وروسته د اوریدلو ستاسو نه هغې لره نو تاسو به هم د هغوی په شان شئ په خلاف کولو کې د حکم د الله تعالی؛ ځکه چې تاسو د الله تعالی نافرمانې کړې په کیناستلو ستاسو لکه څرنګه چې هغوی په کفر کولو سره د الله تعالی نافرماني کړې ده، بیشکه الله تعالی به خامخا راجمع کړي منافقان هغه کسان چې اسلام ښکاره کوي او کفر پټوي د کافرانو سره په اور د جهنم کې د قیامت په ورځ.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: