سوره النساء (ښځې) (آیت 146)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۱۴۶

إِلَّا الَّذِينَ تَابُوا وَأَصْلَحُوا وَاعْتَصَمُوا بِاللَّهِ وَأَخْلَصُوا دِينَهُمْ لِلَّهِ فَأُولَٰئِكَ مَعَ الْمُؤْمِنِينَ ۖ وَسَوْفَ يُؤْتِ اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ أَجْرًا عَظِيمًا 146 ١٤٦

مګر هغه كسان چې توبه يې وېستله او د ځان اصلاح يې وكړه او په (دین د) الله يې منګولې كلكې ولګولې او خپل دین يې د الله لپاره خالص كړ، نو دغه كسان به له مومنانو سره وي او ژر ده چې الله به مومنانو ته بېخي لوى اجر وركړي (۱۴۶)

تفسیر
مګر هغه کسان چې وګرځې د خپل منافقت څخه الله تعالی ته په توبې سره، او خپل باطن اعمال د شرعې موافق برابر کړي، او منګولې ولګوي د الله تعالی په لوظ باندې، او خالص کړي خپل عملونه یوازي الله تعالی ته پرته له ځان ښودنې (ریا) څخه، نو دغه کسان چې دا يې صفات دي، وي به دوی د مومنانو سره په دنیا او اخرت کې، او زر دی چې وربه کړي الله تعالی مومنانو ته ډیر ثواب.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ