سوره النساء (ښځې) (آیت 147)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
4
النساء(النساء)، آیت ۱۴۷
مَا يَفْعَلُ اللَّهُ بِعَذَابِكُمْ إِنْ شَكَرْتُمْ وَآمَنْتُمْ ۚ وَكَانَ اللَّهُ شَاكِرًا عَلِيمًا
الله تاسو ته په عذاب دركولو څه كوي كه تاسو شكر وباسئ؟! او ایمان راوړئ او الله له همېشه شكر قبلوونكى، ښه پوه دى (۱۴۷)
تفسیر
هیڅ ضرورت نشته الله تعالی ته ستاسو په عذاب درکولو کې که چیرته تاسې د هغه شکر ادا کړئ او په هغه باندې ایمان ولرئ، نو هغه لوی ذات نیکي کوونکی مهرباني کوونکی دی، لیکن تاسو ته ستاسو په ګناهونو سزا درکوي، نو که خپل عمل مو برابر کړ، او د هغه په نعمتونو مو شکر وویسته، او په هغه مو ښکاره او پټ ایمان راوړ، نو هیڅ عذاب نه درکوي، او دی الله تعالی شکر قبلوونکی د هغه چا څخه چې د الله تعالی په نعمتونو اعتراف وکړي نو هغوی لره پرې ډیر ثواب ورکوي، پوهه دی په ایمان د خپل مخلوق، او خامخا وربه کړي هر یو ته بدله په خپل عمل.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: