سوره النساء (ښځې) (آیت 148)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
4
النساء(النساء)، آیت ۱۴۸
لَا يُحِبُّ اللَّهُ الْجَهْرَ بِالسُّوءِ مِنَ الْقَوْلِ إِلَّا مَنْ ظُلِمَ ۚ وَكَانَ اللَّهُ سَمِيعًا عَلِيمًا
الله د بدې خبرې ښكاره ویل نه خوښوي خو هغه كس چې ظلم پرې شوى وي (هغه معاف دى) او الله له همېشه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى (۱۴۸)
تفسیر
الله تعالی نه خوښوي ښکاره ویل د بدې وینا، بلکه بده یې ګڼي او ویره پرې ورکوي، مګر که په چا باندې ظلم شوی وي نو جایز دي ورلره چې ښکاره وکړي بده وینا؛ لپاره د شکایت کولو د ظالم څخه او ښیرې کول هغه ته او بدله ورکول د هغه د وینا په شان، لیکن د مظلوم صبر کول ډیر غوره دي د ښکاره کولو د وینا څخه، او دی الله تعالی اوریدونکی ستاسو ویناګانو لره، پوهه دی ستاسو په نیتونو، نو ځان وساتئ له بدې وینا څخه او یا د قصد کولو د بدې وینا.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: