سوره النساء (ښځې) (آیت 150)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۱۵۰

إِنَّ الَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ وَيُرِيدُونَ أَنْ يُفَرِّقُوا بَيْنَ اللَّهِ وَرُسُلِهِ وَيَقُولُونَ نُؤْمِنُ بِبَعْضٍ وَنَكْفُرُ بِبَعْضٍ وَيُرِيدُونَ أَنْ يَتَّخِذُوا بَيْنَ ذَٰلِكَ سَبِيلًا 150 ١٥٠

بېشكه هغه كسان چې په الله او د هغه په رسولانو كافران كېږي او دوى غواړي چې د الله او د هغه د رسولانو په مینځ كې بېلتون وكړي او دوى وايي چې مونږ په ځینو ایمان راوړو او په ځینو كافر كېږو او دوى غواړي چې د دې (اسلام او كفر) په مینځ كې (بله) لار ونیسي (۱۵۰)

تفسیر
پرته له شکه هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی او د هغه پر رسولانو يې کفر کړی او غواړي د الله او د هغه د رسولانو ترمنځ بېلوالی راولي داسې چې پر هغه ايمان راوړي او رسولان يې درواغجن ګڼي او وايي: موږ پر ځينو رسولانو ايمان لرو او له ځينو يې نټه کوو او غواړي د کفر او ايمان ترمنځ لار غوره کړي، هغوی هسې وهم کوي چې دغه لار به يې خوندي کړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ