سوره النساء (ښځې) (آیت 151)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۱۵۱

أُولَٰئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ حَقًّا ۚ وَأَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ عَذَابًا مُهِينًا 151 ١٥١

دغه كسان په رښتیا كافران دي او مونږه د كافرانو لپاره سپكوونكى عذاب تیار كړى دى (۱۵۱)

تفسیر
دغه کسان چې دا لار اختیاروي دوی ریښتوني کافران دي؛ دا ځکه چا چې کفر وکړ په ټولو پیغمبرانو او یا په ځینو، یقینا ده کفر وکړ په الله تعالی او د هغه په ټولو پیغمبرانو، او بیشکه مونږ تیار کړی کافرانو لره عذاب سپکوونکی په ورځ د قیامت، دا سزا د دوی ده د وجې د تکبر کولو د دوی د ایمان راوړلو نه په الله تعالی او د هغه په پیغمبرانو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ