سوره الحجرات (کوټې) (آیت 3)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




49 الحجرات(الحجرات)، آیت ۳

إِنَّ الَّذِينَ يَغُضُّونَ أَصْوَاتَهُمْ عِنْدَ رَسُولِ اللَّهِ أُولَٰئِكَ الَّذِينَ امْتَحَنَ اللَّهُ قُلُوبَهُمْ لِلتَّقْوَىٰ ۚ لَهُمْ مَغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ عَظِيمٌ 3 ٣

بېشكه هغه كسان چې د الله د رسول په وړاندې خپل اوازونه ټیټوي؛ دغه هغه كسان دي چې الله د دوى زړونه د تقویٰ (او پرهېزګارۍ) لپاره ازمایلي دي۔، د دوى لپاره بخښنه او ډېر لوى اجر دى (۳)

تفسیر
پرته له شکه هغه کسان چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم پر وړاندې خپل آوازونه ټيټ ساتي، همدوی هغه کسان دي چې الله يې زړونه د خپلې تقوا لپاره ازمويلي دي، او د هغې لپاره يې ځانګړي کړي دي، هغوی لره يې د ګناهونو بښنه ده چې نه به يې پرې نيسي، او هغوی لره د قيامت په ورځ لويه بدله ده، هغه دا چې الله به يې جنت ته ننباسي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ