او هغه كسان چې په الله او د هغه په رسولانو يې ایمان راوړى دى او په دوى كې يې د هېڅ یو تر مینځه تفریق نه دى كړى، دغه كسان دي چې هغه (الله) به دوى ته د دوى ثوابونه ژر (او) يقينًا وركړي او الله له ازله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى (۱۵۲)
تفسیر
او هغه کسان چې په الله تعالی یې ایمان راوړی او هغه یې یواځې ګڼلی، او هیڅوک یې د هغه سره ندی شریک کړی، او تصدیق یې کړي (منلي یې دي) د هغه ټول پیغمبران، او جداوالی یې نه دی کړي په مابین د هیڅ یو کې د دوی څخه لکه څرنګه چې کافران خلک کوي، بلکه ایمان یې راوړی په ټولو؛ دغه کسان چې دي زر دی چې وربه کړي الله تعالی دوی ته ثواب لوی، بدله د دوی د ایمان راوړلو او نیکو عملونو کولو د وجې د ایمان نه، او دی الله تعالی بخښنه کوونکی هغه چاته چې رجوع ورته وکړي په توبی سره د خپلو بندګانو څخه، رحم کوونکی دی په هغوی.