سوره النساء (ښځې) (آیت 155)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۱۵۵

فَبِمَا نَقْضِهِمْ مِيثَاقَهُمْ وَكُفْرِهِمْ بِآيَاتِ اللَّهِ وَقَتْلِهِمُ الْأَنْبِيَاءَ بِغَيْرِ حَقٍّ وَقَوْلِهِمْ قُلُوبُنَا غُلْفٌ ۚ بَلْ طَبَعَ اللَّهُ عَلَيْهَا بِكُفْرِهِمْ فَلَا يُؤْمِنُونَ إِلَّا قَلِيلًا 155 ١٥٥

نو (دوى ته سزا وركړى شوه) په سبب د دوى د ماتولو خپل لوظ لره او د الله په ایتونو د كفر كولو او د نبیانو د ناحقه وژلو (په سبب) او د دوى د دې خبرې په سبب چې زمونږ زړونه ’’پرده بند‘‘ دي (داسې نه ده) بلكې الله د دوى د كفر په وجه په هغو (زړونو) مهر لګولى دى، نو دوى ایمان نه راوړي مګر ډېر لږ (خلق) (۱۵۵)

تفسیر
هغوی مو له خپلې لورېينې لېرې کړل، ځکه هغوی خپله ټينګه ژمنه ماته کړه، د الله له آيتونو يې نټه وکړه، د نبيانو د وژلو جرئت يې وکړ او محمد صلی الله عليه وسلم ته يې وويل: زموږ زړونه په داسې پرده کې دي چې ستا وينا نه اوري، خو چاره داسې نه وه لکه هغوی چې ويل، بلکې الله د هغوی د کفر له امله د هغوی پر زړونو مهر ولګاوه چې هيڅ ښېګڼه نه ورته رسيږي؛ نو ډېر لږ داسې ايمان راوړي چې ګټه ورته نه رسوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ