Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 155 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 155 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


فَبِمَا نَقْضِهِمْ مِيثَاقَهُمْ وَكُفْرِهِمْ بِآيَاتِ اللَّهِ وَقَتْلِهِمُ الْأَنْبِيَاءَ بِغَيْرِ حَقٍّ وَقَوْلِهِمْ قُلُوبُنَا غُلْفٌ ۚ بَلْ طَبَعَ اللَّهُ عَلَيْهَا بِكُفْرِهِمْ فَلَا يُؤْمِنُونَ إِلَّا قَلِيلًا 155
ترجمه:
نو (دوى ته سزا وركړى شوه) په سبب د دوى د ماتولو خپل لوظ لره او د الله په ایتونو د كفر كولو او د نبیانو د ناحقه وژلو (په سبب) او د دوى د دې خبرې په سبب چې زمونږ زړونه ’’پرده بند‘‘ دي (داسې نه ده) بلكې الله د دوى د كفر په وجه په هغو (زړونو) مهر لګولى دى، نو دوى ایمان نه راوړي مګر ډېر لږ (خلق) النساء ۴:۱۵۵
تفسیر:
هغوی مو له خپلې لورېينې لېرې کړل، ځکه هغوی خپله ټينګه ژمنه ماته کړه، د الله له آيتونو يې نټه وکړه، د نبيانو د وژلو جرئت يې وکړ او محمد صلی الله عليه وسلم ته يې وويل: زموږ زړونه په داسې پرده کې دي چې ستا وينا نه اوري، خو چاره داسې نه وه لکه هغوی چې ويل، بلکې الله د هغوی د کفر له امله د هغوی پر زړونو مهر ولګاوه چې هيڅ ښېګڼه نه ورته رسيږي؛ نو ډېر لږ داسې ايمان راوړي چې ګټه ورته نه رسوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 154 راتلونکې النساء • آیت 156