سوره النساء (ښځې) (آیت 158)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۱۵۸

بَلْ رَفَعَهُ اللَّهُ إِلَيْهِ ۚ وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا 158 ١٥٨

بلكې الله هغه خپل طرف ته راپورته كړى دى۔ او الله له ازله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى (۱۵۸)

تفسیر
بلکه خلاص کړی دی الله تعالی عیسی علیه السلام د دوی د چل څخه، او پورته کړی الله تعالی هغه خپل ځان ته په بدن او روح سره، او دی الله تعالی زورور په خپله بادشاهۍ کې، هیڅوک پرې نشې غالب کیدلی، حکمت والا دی په خپل تدبیر او قضا او شرع کې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ