سوره النساء (ښځې) (آیت 15)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
4
النساء(النساء)، آیت ۱۵
وَاللَّاتِي يَأْتِينَ الْفَاحِشَةَ مِنْ نِسَائِكُمْ فَاسْتَشْهِدُوا عَلَيْهِنَّ أَرْبَعَةً مِنْكُمْ ۖ فَإِنْ شَهِدُوا فَأَمْسِكُوهُنَّ فِي الْبُيُوتِ حَتَّىٰ يَتَوَفَّاهُنَّ الْمَوْتُ أَوْ يَجْعَلَ اللَّهُ لَهُنَّ سَبِيلًا
او ستاسو له ښځو ځنې چې كومې بدكاري (زنا) وكړي، نو تاسو پر هغوى باندې له خپلو (مسلمانانو) نه څلور (سړي) ګواهان ونیسئ، نو كه چېرې هغوى ګواهي ووايي، بیا دا ښځې په كورونو كې پابندې وساتئ تر هغه وخته پورې چې مرګ يې فنا كړي، یا الله د دوى لپاره بله لار راوباسي (۱۵)
تفسیر
او هغه چې راتګ کوي بدکارۍ ته ستاسو له زنانه و څخه که واده شوي وي او که نه وي واده شوې، نو بس ګواهان ونیسئ په دوئ باندې څلور سړي مسلمانان عادلان، نو که هغوی ګواهي وکړه په دې زنانه و چې بدکاري يې کړې ده نو بس بندې وساتئ هغوی لره په کوټو کې؛ دا سزا ده د دوی لپاره، تر دې چې د مرګ په راتګ سره یې زندګي ختمه شي، او یا جوړه کړي الله تعالی دوی لره بله څه لاره غیر له بند نه. بیا الله تعالی د هغوی لپاره وروسته لاره بیان کړه، نو حکم یې کیښود د باکرې (ناواده شوې) بدکاره ښځې لپاره سل درې وهل او یو کال جلا وطني، او د واده شوي ښځي لپاره رجم (په کاڼو ویشتل).
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: