سوره النساء (ښځې) (آیت 160)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۱۶۰

فَبِظُلْمٍ مِنَ الَّذِينَ هَادُوا حَرَّمْنَا عَلَيْهِمْ طَيِّبَاتٍ أُحِلَّتْ لَهُمْ وَبِصَدِّهِمْ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ كَثِيرًا 160 ١٦٠

نو د یهودیان شويو خلقو د ظلم كولو په سبب مونږ پر هغوى باندې هغه پاكیزه څیزونه حرام كړل، چې د دوى لپاره (مخكې) حلال ګرځول شوي وو او په سبب د منع كولو د دوى ډېرو (خلقو) لره د الله له لارې نه (۱۶۰)

تفسیر
نو په سبب د ظلم د یهودیانو مونږ حرام کړی وو په دوی باندې ځینې له پاکو خوراکونو څخه هغه چې حلال وو د دوی لپاره، نو مونږ حرام کړل په دوی باندې هر یو نوک لرونکی (ځناور)، او له غوایانو او ګډو(میږو) څخه مو حرامې کړلې په دوی باندې وازدې د هغې مګر هغه وازده چې بار کړي وي شاګانو د دی څارویو، او په سبب د بندولو د دوی خپل نفسونو لره او بندولو د دوی نورو خلکو لره د الله تعالی له لارې څخه، تر دې چې خیر ښېګڼې څخه مخنیوی کول د دوی خوی او خصلت وګرځیدل.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ