سوره النساء (ښځې) (آیت 164)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۱۶۴

وَرُسُلًا قَدْ قَصَصْنَاهُمْ عَلَيْكَ مِنْ قَبْلُ وَرُسُلًا لَمْ نَقْصُصْهُمْ عَلَيْكَ ۚ وَكَلَّمَ اللَّهُ مُوسَىٰ تَكْلِيمًا 164 ١٦٤

او (مونږ لېږلي وو) ډېر رسولان، چې یقینًا د هغوى احوال مونږ تا ته له دې نه مخكې بیان كړي دي او (نور) رسولان چې د هغوى احوال مونږ تا ته نه دي بیان كړي او الله له موسٰی سره خبرې كړي دي، واضحې خبرې (۱۶۴)

تفسیر
او لیږلي وو مونږ نور پیغمبران چې مونږ يې احوال په تاباندې په قران کریم کې ذکر کړي، او لیږلي مو دي نور پیغمبران چې مونږ د هغوی احوال (قصې) تاته نه دي ذکر کړي، او مونږ د هغوی نه یادول د حکمت د وجې پریښې، او خبرې کړې الله تعالی موسی -علیه السلام- سره په پیغمبرۍ -په غیر د واسطې څخه- خبرې حقیقې چې څنګه د الله رب العزت د شان سره مناسب دي چې دا عزت وو د موسی -علیه السلام- لپاره.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ