سوره النساء (ښځې) (آیت 165)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۱۶۵

رُسُلًا مُبَشِّرِينَ وَمُنْذِرِينَ لِئَلَّا يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى اللَّهِ حُجَّةٌ بَعْدَ الرُّسُلِ ۚ وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا 165 ١٦٥

او (مونږ لېږلي وو) رسولان، چې زېرى وركوونكي او وېروونكي وو، د دې لپاره چې د خلقو لپاره په الله باندې څه حجت پاتې نشي او الله له ازله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى (۱۶۵)

تفسیر
مونږ لیږلی وو دا پیغمبران زیری ورکوونکي په ښایسته ثواب سره د هغه چا لپاره چې په الله تعالی یې ایمان راوړی، او ویره ورکوونکي د هغه چا لپاره چې په هغه یې کفر کړی د عذاب دردناک څخه، تر دې چې نشې د خلکو لپاره څه دلیل (بهانه) په الله تعالی باندې وروسته د لیږلو د پیغمبرانو څخه چې هغه عذر کې پیش کوي، او دی الله تعالی زورور په خپله بادشاهۍ کې حکمت والا دی په خپله فیصله او قضا کې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ