سوره النساء (ښځې) (آیت 16)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
4
النساء(النساء)، آیت ۱۶
وَاللَّذَانِ يَأْتِيَانِهَا مِنْكُمْ فَآذُوهُمَا ۖ فَإِنْ تَابَا وَأَصْلَحَا فَأَعْرِضُوا عَنْهُمَا ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ تَوَّابًا رَحِيمًا
او په تاسو كې چې كوم دوه كسان دا (بدكاري) كوي، نو هغوى دواړو ته تكلیف ورسوئ، بیا كه دوى توبه ووېسته او د ځان اصلاح يې وكړه، نو تاسو له دوى نه مخ واړوئ، بېشكه الله ډېر توبه قبلوونكى، بې حده مهربان دى (۱۶)
تفسیر
او هغه دوه کسان چې د زنا يا لواطت بدکاري وکړي له سړو څخه -که واده یې کړی وي او که نه یې وي کړی- نو سزا ورکړئ هغوي ته په ژبه او په لاس چې کوم یو شی دوی سپکوي او رټي يې، نو که چیرته دوی د خپل بدکار څخه واوښتل، او خپل اعمال يې برابر کړل؛ نو تاسو هغوی ته د بد رد څخه مخ واړوئ؛ ځکه چې د ګناه څخه توبه ویستونکی داسي وي لکه بیخي چې يې ګناه نه وي کړي، بیشکه الله تعالی ډیر توبه قبلوونکی دی په هغه چا باندې چې توبه وباسي د هغه له بندګانو څخه، مهربانه دی په هغوی باندې. او په دې ډول سزا باندې بسنه کول اول د اسلام کې وو، بیا وروسته منسوخ شو په وهلو او جلاوطنۍ سره د غیر واده شوي او په رجم کولو (کاڼو ویشتلو) د واده شوي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: