سوره النساء (ښځې) (آیت 170)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۱۷۰

يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءَكُمُ الرَّسُولُ بِالْحَقِّ مِنْ رَبِّكُمْ فَآمِنُوا خَيْرًا لَكُمْ ۚ وَإِنْ تَكْفُرُوا فَإِنَّ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا 170 ١٧٠

اى خلقو! یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه په حقه سره رسول راغلى دى، نو تاسو ایمان راوړئ، (دا به) تاسو لپاره ډېر غوره وي او كه تاسو كفر كوئ، نو یقینًا خاص د الله لپاره دي هر هغه څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي او الله له ازله ښه پوه، ښه حكمت والا دى (۱۷۰)

تفسیر
ای خلکو بیشکه راغلی تاسو ته پیغمبر محمد -صلی الله علیه وسلم- په هدایت او حق دین سره د الله تعالی له طرفه، نو ایمان راوړئ په هغه څه چې هغه تاسو ته راوړي دا به غوره وي تاسو لره په دنیا او اخرت کې، او که چیرته تاسو کفر وکړئ په الله تعالی نو بیشکه الله تعالی بی حاجته دي ستاسو د ایمان څخه، او هیڅ ضرر نشې رسولی هغه ته ستاسو کفر کول، ځکه چې د هغه لپاره دی اختیار د هغه څه چې په اسمانونو کې دي، او د هغه لپاره دی اختیار د هغه څه چې په ځمکه کې دي او د هغه څه چې د دی دواړو ترمنځ دي، او دی الله تعالی پوهه په هغه چا چې مستحق وي د هدایت نو اسانوی يې ورته، او په هغه چا هم پوهه دې چې مستحق يې نه وي نو پټوي يې د هغه څخه، حکمت والا دی په خپلو ویناګانو او کارونو کې او په خپلی شرع او تقدیر کې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ