سوره النساء (ښځې) (آیت 173)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۱۷۳

فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فَيُوَفِّيهِمْ أُجُورَهُمْ وَيَزِيدُهُمْ مِنْ فَضْلِهِ ۖ وَأَمَّا الَّذِينَ اسْتَنْكَفُوا وَاسْتَكْبَرُوا فَيُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا وَلَا يَجِدُونَ لَهُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا 173 ١٧٣

نو هر چې هغه كسان دي چا چې ایمان راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي‘ نو هغه به دوى ته د دوى اجرونه پوره وركړي او له خپل فضل نه به دوى ته (نور) زیات وركړي او پاتې شول هغه كسان چې عار يې وكړو او لويي يې وكړه، نو هغه به دوى ته ډېر دردوونكى عذاب وركړي او دوى به د خپلو ځانونو لپاره له الله نه سوا (بل) نه څوك دوست ومومي او نه مدد كوونكى (۱۷۳)

تفسیر
نو هغه کسان چې ایمان یې راوړی دی په الله تعالی او تصدیق یې کړی د هغه د پیغمبرانو، او عملونه یې کړي نیک عملونه خالص د الله تعالی لپاره د هغه د شرعې موافق، نو خامخا ورکوي به ورته پوره پوره ثوابونه د هغوی د عملونو چې هیڅ به ترې نشې کمیدلی، او خامخا زیاتي به ورکوي سره د دې نه د خپل فضل او مهربانۍ څخه، او هر هغه کسان چې مخ یې اړولی د الله تعالی د عبادت او تابعدارۍ څخه او لویي او تکبر یې کړی، نو عذاب به ورته ورکړي عذاب دردناک، او پیدا به نه کړي د الله تعالی نه بغیر څوک چې دوستانه ورسره وکړي نو فایده ورته ورسوي، او پیدا به نه کړي څوک مددګار چې ضرر به ترې دفع کړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ