سوره النساء (ښځې) (آیت 174)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۱۷۴

يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءَكُمْ بُرْهَانٌ مِنْ رَبِّكُمْ وَأَنْزَلْنَا إِلَيْكُمْ نُورًا مُبِينًا 174 ١٧٤

اى خلقو! یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه لوى دلیل راغلى دى او مونږه تاسو ته واضحه رڼا نازله كړې ده (۱۷۴)

تفسیر
ای خلکو! په تحقیق سره راغلی تاسو ته ستاسو د رب له طرفه ښکاره دلیل چې هر قسم بهانه ختموي او هر قسم شبه لرې کوي -او هغه محمد صلی الله علیه وسلم دی- او رالیږلي مونږ تاسو ته واضحه (ښکاره) رڼا، او هغه دا قران کریم دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ