سوره النساء (ښځې) (آیت 175)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۱۷۵

فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَاعْتَصَمُوا بِهِ فَسَيُدْخِلُهُمْ فِي رَحْمَةٍ مِنْهُ وَفَضْلٍ وَيَهْدِيهِمْ إِلَيْهِ صِرَاطًا مُسْتَقِيمًا 175 ١٧٥

نو هر چې هغه كسان دي چې په الله يې ایمان راوړو او په (دین د) هغه يې منګولې ښخې كړې، نو خامخا به هغه دوى په خپل رحمت او فضل كې داخلوي او د خپل ځان په طرف به يې په نېغه لار روانوي (۱۷۵)

تفسیر
نو پس هغه کسان چې ایمان یې راوړی په الله تعالی او په قران کریم یې منګولې لګولې هغه قران چې د دوی په پیغمبر نازل شوی نو خامخا الله تعالی به پرې رحم وکړي په ننباسلو سره جنت ته، او زیات به کړي ورله ثواب او لوړې درجې په جنت کې، او توفیق به ورکړي د تللو په نیغې لارې هغه چې هیڅ کوږوالی پکې نشته، او هغه تلپاتې جنتونو ته د رسیدو لار ده.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ