سوره النساء (ښځې) (آیت 18)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۱۸

وَلَيْسَتِ التَّوْبَةُ لِلَّذِينَ يَعْمَلُونَ السَّيِّئَاتِ حَتَّىٰ إِذَا حَضَرَ أَحَدَهُمُ الْمَوْتُ قَالَ إِنِّي تُبْتُ الْآنَ وَلَا الَّذِينَ يَمُوتُونَ وَهُمْ كُفَّارٌ ۚ أُولَٰئِكَ أَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا 18 ١٨

او د هغه چا لپاره توبه نشته چې لګیا وي ګناهونه كوي، تر دې چې كله په دوى كې یو كس ته مرګ راشي، (بیا د ځنكدن په وخت كې) وايي: بېشكه زما اوس توبه ده او نه د هغو كسانو لپاره (توبه شته) چې د كافرتوب په حالت كې مري، دغه كسان چې دي؛ مونږ د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب تیار كړى دى (۱۸)

تفسیر
او الله د هغو کسانو توبه نه قبلوي چې پر ګناهونو ټينګار کوي او تر هغه توبه نه ترې وباسي ترڅو يې د مرګ سختۍ نه وي ليدلې، دغه مهال بيا له هغوی يو تن وايي: ما اوس له هغو ګناهونو توبه اېستلې چې کړي مې دي او همدارنګه الله د هغو کسانو توبه نه مني چې پر کفر د ټينګار کولو په حال کې مړه کيږي، همدوی پر ګناهونو ټينګار کوونکي سرغړوونکي دي او څوک چې د کفر په حالت کې مړه کيږي د هغوی لپاره مو دردوونکی عذاب چمتو کړی دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ