سوره النساء (ښځې) (آیت 20)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۲۰

وَإِنْ أَرَدْتُمُ اسْتِبْدَالَ زَوْجٍ مَكَانَ زَوْجٍ وَآتَيْتُمْ إِحْدَاهُنَّ قِنْطَارًا فَلَا تَأْخُذُوا مِنْهُ شَيْئًا ۚ أَتَأْخُذُونَهُ بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُبِينًا 20 ٢٠

او كه چېرې تاسو غواړئ چې د یوې ښځې په ځای بله ښځه بَدَله راولئ او تاسو په دوى كې یوې ته ډېرۍ مالونه وركړي وي، نو له هغه (مال) نه هېڅ شى هم مه اخلئ، ایا تاسو به هغه (مال) اخلئ په بهتان لګولوسره او په ښكاره ګناه سره؟ (۲۰)

تفسیر
او که چیرته تاسو اراده وکړئ -ای خاوندانو- طلاقول د یوئ ښځې، او بدلول د بلې ښځې په هغې؛ نو په تاسو باندې پدې کې څه ګناه نشته، او که چیرته تاسو ورکړی وي هغې ښځې ته چې تاسو د هغې د پریښودلو پخه اراده کړي وي ډیر مال په مهر کې؛ نو ندي جایز تاسو لره اخیستل د هیڅ شی له هغې نه، ځکه د هغه څه اخیستل چې تاسو دوی ته ورکړی یو ښکاره سپکاوی( تور تپل) او ښکاره ګناه ده.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ