سوره النساء (ښځې) (آیت 22)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۲۲

وَلَا تَنْكِحُوا مَا نَكَحَ آبَاؤُكُمْ مِنَ النِّسَاءِ إِلَّا مَا قَدْ سَلَفَ ۚ إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَمَقْتًا وَسَاءَ سَبِيلًا 22 ٢٢

او له كومو ښځو سره چې ستاسو پلرونو نكا ح كړى دى، تاسو له هغوى سره نكاح مه كوئ، لېكن هغه چې مخكې تېر شوي دي، بېشكه دا له همېشه د ډېرې بې حیایۍ او د (الله د) غضب كار دى او بده لار ده (۲۲)

تفسیر
او تاسو مه په نکاح کوئ هغه ښځې چې مخکې په نکاح کړي وې ستاسو پلارانو؛ ځکه دا کار حرام دی، مګر دا چې مخکې له اسلام نه چا دا کار کړی وي نو په هغه باندې څه نیوکه نشته، دا ځکه چې د پلار د ښځې سره د زوی نکاح کول عقلا ډیر بد کار دی، او د الله تعالی د غصي سبب دی د دې کار په کارکوونکې باندې، او ډیره بده لار ده د هغه چا لپاره چې دا کار یې کړی وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ