سوره النساء (ښځې) (آیت 26)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۲۶

يُرِيدُ اللَّهُ لِيُبَيِّنَ لَكُمْ وَيَهْدِيَكُمْ سُنَنَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ وَيَتُوبَ عَلَيْكُمْ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ 26 ٢٦

الله غواړي چې تاسو ته (حكمونه) ښه واضحه كړي او تاسو ته د هغو خلقو لارې وښیي چې له تاسو نه مخكې وو، او ستاسو توبه قبوله كړي (تاسو ته په خپل رحمت سره توجه وكړي) او الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى (۲۶)

تفسیر
غواړي الله تعالی په دې جایز کولو د دې احکامو سره چې بیان کړي تاسو ته د خپل دین طریقي، او هغه څه چې په هغه کې ستاسو د د نیا او اخرت مصلحتونه وي، او غواړي الله تعالی چې وښایې تاسو ته لاره د پیغمبرانو چې مخکې ستاسو څخه وو په حلالو او حرامو کې، او ښایسته صفات د هغوی، او د هغوی ښایسته تګلاره چې تاسو د هغوی تابعداري وکړئ، او غواړي الله تعالی چې تاسو د ګناهونو څخه خپلې تابعدارۍ ته راوګرځوي، او الله تعالی پوهه دي په هغه څه چې د خپلو بندګانو مصلحت یې پکې وي نو هغوی لره یې روا او جایز کوي، حکمت والا دی په خپلو احکامو کې او د خپلو چارو په تدبیر کې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ