سوره النساء (ښځې) (آیت 29)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۲۹

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ إِلَّا أَنْ تَكُونَ تِجَارَةً عَنْ تَرَاضٍ مِنْكُمْ ۚ وَلَا تَقْتُلُوا أَنْفُسَكُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا 29 ٢٩

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو په خپل مینځ كې د یو بل مالونه په باطله (ناحقه طریقه) مه خورئ مګر داچې تجارت وي، چې ستاسو په خپل مینځي رضامندۍ سره وي او تاسو خپل ځانونه مه وژنئ، بېشكه الله پر تاسو باندې بې حده مهربان دى (۲۹)

تفسیر
ای هغه کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم تابعداری مو کړې ده! نه دې اخلې بعضی ستاسو نه مالونه د بعضو نورو په ناروا طریقو سره، لکه په زور اخیستل او په غلا او رشوت او نورو باطلو طریقو باندې، مګر که دا مالونه د تجارت مالونه وي چې د دواړو (اخیستونکي او خرڅوونکي) په خوښه صادر شوي وي، نو جایز دي تاسو لره د هغې خوړل او په هغه کې تصرف کول، او نه دې وژني بعضي ستاسو نه بعضو نورو لره، او نه دې مړ کوي هیڅ یو کس ستاسو نه خپل ځان لره، او خپل ځان دې هلاکت ته نه اچوي، بیشکه الله تعالی په تاسو باندې ډیر مهربانه دی، او د هغه د رحمت څخه دا دي چې په ستاسو وینې او مالونه او عرضونه يې حرام کړي دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ