اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو په خپل مینځ كې د یو بل مالونه په باطله (ناحقه طریقه) مه خورئ مګر داچې تجارت وي، چې ستاسو په خپل مینځي رضامندۍ سره وي او تاسو خپل ځانونه مه وژنئ، بېشكه الله پر تاسو باندې بې حده مهربان دى النساء ۴:۲۹ ⧉
تفسیر:
ای هغه کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم تابعداری مو کړې ده! نه دې اخلې بعضی ستاسو نه مالونه د بعضو نورو په ناروا طریقو سره، لکه په زور اخیستل او په غلا او رشوت او نورو باطلو طریقو باندې، مګر که دا مالونه د تجارت مالونه وي چې د دواړو (اخیستونکي او خرڅوونکي) په خوښه صادر شوي وي، نو جایز دي تاسو لره د هغې خوړل او په هغه کې تصرف کول، او نه دې وژني بعضي ستاسو نه بعضو نورو لره، او نه دې مړ کوي هیڅ یو کس ستاسو نه خپل ځان لره، او خپل ځان دې هلاکت ته نه اچوي، بیشکه الله تعالی په تاسو باندې ډیر مهربانه دی، او د هغه د رحمت څخه دا دي چې په ستاسو وینې او مالونه او عرضونه يې حرام کړي دي.