او چا چې دا (كارونه) وكړل، په دې حال كې چې زیاتي كوونكى او ظلم كوونكى و، نو ژر به مونږ دغه (كس) اور ته داخل كړو او دا (كار) الله ته ډېر اسان دى النساء ۴:۳۰ ⧉
تفسیر:
او څوک چې وکړي دغه کارونه چې منع ترې شوې ده نو وخوري مال د بل چا او په هغه باندې تیری وکړي په وژلو سره او یا بلې طریقې سره چې ښه پوهه تیری کوونکی وي، ناخبره او هیریدونکی نه وي؛ نو خامخا زر دې چې داخل به یې کړي الله تعالی اور لوی ته د قیامت په ورځ، څکې به د هغه اور ګرمي، او برداشت کوي به د هغه عذاب، او دی دا کار په الله تعالی باندې ډیر اسان؛ ځکه چې الله تعالی قادر دی هیڅ شی یې نشې عاجز کولي (هیڅ شي ترې نشې پاتي کیدلی).