سوره النساء (ښځې) (آیت 31)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۳۱

إِنْ تَجْتَنِبُوا كَبَائِرَ مَا تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُكَفِّرْ عَنْكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَنُدْخِلْكُمْ مُدْخَلًا كَرِيمًا 31 ٣١

كه چېرې تاسو له هغو غټو ګناهونو نه ځان وساتئ، چې تاسو ترې منع كولى شئ (، نو) مونږ به له تاسو نه ستاسو (واړه) ګناهونه لرې كړو او ډېر د عزت ځاى ته به مو داخل كړو (۳۱)

تفسیر
که ځان لرې وساتئ تاسو -ای مومنانو- د غټو ګناهونو له کولو څخه لکه د الله تعالی سره شرک کول، او د مور او پلار نافرماني کول، او بې ګناه نفس وژل، او د سود خوړل؛ نو مونږ به تیر شو د هغو وړو ګناهونو څخه چې تاسو يې کوئ چې هغه به درنه ورژوو او ختم به يې کړو، او داخل به کړو تاسو د عزت والا ځای ته په نز د الله تعالی، او هغه ځای جنت دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ