سوره النساء (ښځې) (آیت 32)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۳۲

وَلَا تَتَمَنَّوْا مَا فَضَّلَ اللَّهُ بِهِ بَعْضَكُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ ۚ لِلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِمَّا اكْتَسَبُوا ۖ وَلِلنِّسَاءِ نَصِيبٌ مِمَّا اكْتَسَبْنَ ۚ وَاسْأَلُوا اللَّهَ مِنْ فَضْلِهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا 32 ٣٢

او د هغه شي ارزو مه كوئ چې په هغه سره الله ستاسو ځینې په ځینو نورو غوره ګرځولي دي، د سړيو لپاره د خپل عمل حصه ده او د ښځو لپاره د خپل عمل برخه ده او له الله نه د هغه د فضل سوال كوئ، بېشكه الله په هر شي ښه پوه دى (۳۲)

تفسیر
اې مومنانو د هغه څه هيله مه کوئ چې الله ستاسو څخه ځينو ته پر ځينو کومه پېرزوينه کړې ده؛ ترڅو د غصې او کينې لامل نه شي؛ نو د ښځينه و لپاره نه ښايي چې د هغه څه هيله وکړي چې الله د نارينه و لپاره ځانګړي کړي دي، ځکه د هرې ډلې لپاره د هغه له حساب سره سمه بدله ده، او له الله څخه د هغه د ورکړې د زياتوالي غوښتنه وکړئ، پرته له شکه الله پر هرڅه ښه پوه دی، نو هر چاته يې له هغه سره مناسب څه ورکړي دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ