سوره النساء (ښځې) (آیت 33)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۳۳

وَلِكُلٍّ جَعَلْنَا مَوَالِيَ مِمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالْأَقْرَبُونَ ۚ وَالَّذِينَ عَقَدَتْ أَيْمَانُكُمْ فَآتُوهُمْ نَصِيبَهُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدًا 33 ٣٣

او د هر یو (سړي او ښځې) لپاره مونږ وارثان مقرركړي دي له هغه (مال) نه چې مور او پلار او نژدې خپلوانو پریښى وي او هغه كسان چې له هغوى سره ستاسو معاهده شوې ده، نو تاسو هغوى ته د هغوى حصه وركړئ، بېشكه الله په هر شي باندې ګواه دى (۳۳)

تفسیر
او لپاره د هر یو ستاسو څخه مونږ ګرځولې هغه لره خپلوان میراث اخلي د هغه مال نه چې پریښی وي مور او پلار او نورو خپلوانو د میراث نه او هغه کسان چې تاسو غوټه کړي د هغوئ سره مضبوط قسمونه په اتحاد او کومک کولو نو ورکړئ هغوی ته برخه د هغوی د میراث نه، بیشکه دی الله تعالی په هر څه باندې څاروونکې، او د هغه د څارنې څخه شاهدې د هغه ده ستاسو په دې قسمونو او لوظونو، او توارث بالحلف (په دوستئ سره د یو بل نه میراث اخیستل) د اسلام په اول کې وو، بیا منسوخ شو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ