سوره المنافقون (منافقین) (آیت 2)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




63 المنافقون(المنافقون)، آیت ۲

اتَّخَذُوا أَيْمَانَهُمْ جُنَّةً فَصَدُّوا عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ ۚ إِنَّهُمْ سَاءَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ 2 ٢

دوى خپل قسمونه ډال ګرځولي دي، نو دوى د الله له لارې نه منع شول، بېشكه دوى چې دي، بد دى هغه كار چې دوى يې كوي (۲)

تفسیر
هغوی خپل هغه قسمونه چې د ايمان پر دعوا يې کوي د ځانونو لپاره له وژلو او بندي کېدلو ډال او ساتندوی ګرځولي دي، او په هغه څه چې شک او تردد خپروي خلک يې له ايمان څخه ايسار کړي، بېشکه ډېر بد دی هغه نفاق او د درواغو قسمونه چې هغوی يې کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ