سوره النساء (ښځې) (آیت 38)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۳۸

وَالَّذِينَ يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ رِئَاءَ النَّاسِ وَلَا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَا بِالْيَوْمِ الْآخِرِ ۗ وَمَنْ يَكُنِ الشَّيْطَانُ لَهُ قَرِينًا فَسَاءَ قَرِينًا 38 ٣٨

او (نه) هغه كسان (خوښوي) چې خلقو ته د ځان ښودلو لپاره خپل مالونه خرچ كوي او په الله او د اخرت په ورځ ایمان نه راوړي او هغه څوك چې د هغه ملګرى شیطان وي، نو هغه بد ملګرى دى (۳۸)

تفسیر
او همدارنګه مونږ عذاب تیار کړی د هغه چا لپاره چې خرچ کوي مالونه خپل د دې لپاره چې خلک ئې وویني او صفت یې وکړي، او دوی ایمان نه لري په الله تعالی، او نه په ورځې د قیامت؛ تیار کړی دی مونږ د هغوئ لپاره دا شرموونکی عذاب، او نه وو ګمراه کړي دوی لره مګر تابعداري کول د دوی شیطان لره، او څوک چې وي شیطان هغه لره ملګری نو ډیر بد ملګری دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ