سوره النساء (ښځې) (آیت 39)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۳۹

وَمَاذَا عَلَيْهِمْ لَوْ آمَنُوا بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَأَنْفَقُوا مِمَّا رَزَقَهُمُ اللَّهُ ۚ وَكَانَ اللَّهُ بِهِمْ عَلِيمًا 39 ٣٩

او دوى ته به څه نقصان و كه چېرې دوى په الله او په ورځ د اخرت ایمان راوړى وَى او له هغه (مال) نه يې انفاق كړى وَى چې الله دوى ته وركړى دى او الله په دوى ښه پوه دى (۳۹)

تفسیر
او دغو خلکو ته به څه زيان رسېدلی و، که يې په حقه پر الله او د قيامت پر ورځ ايمان راوړی و او د الله ورکړې روزي يې په هغو لارو کې لګولې وه چې الله يې خوښوي او پرې خوشحاليږي، بلکې په دغو ټولو کې يې خير و، او الله پر هغوی ښه پوه دی، هيڅ يې نه ترې پټيږي او هر يوه ته به يې پر کړنه بدله ورکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ