سوره النساء (ښځې) (آیت 40)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۴۰

إِنَّ اللَّهَ لَا يَظْلِمُ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ ۖ وَإِنْ تَكُ حَسَنَةً يُضَاعِفْهَا وَيُؤْتِ مِنْ لَدُنْهُ أَجْرًا عَظِيمًا 40 ٤٠

بېشكه الله د یوې ذرې په اندازه (هم) ظلم نه كوي او كه دا (ذره) یوه نېكي وي، نو هغه به يې دوه چنده كړي او هغه ته به له خپل جانب نه بېخي لوى اجر وركړي (۴۰)

تفسیر
بیشکه الله تعالی عادل ذات دی په خپلو بندګانو هیڅ ظلم نه کوي، نو د هغوی د حسناتو څخه د وړوکي میږي په اندازه هم نه کموي، او که چیرته نیکي د ذرې په اندازه هم وي ثواب یې څو چنده کوي د خپلې مهربانۍ له مخې، او سره د زیاتوالي نه؛ د خپل طرف نه ډیر لوی ثواب هم ورکوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ