سوره النساء (ښځې) (آیت 42)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۴۲

يَوْمَئِذٍ يَوَدُّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَعَصَوُا الرَّسُولَ لَوْ تُسَوَّىٰ بِهِمُ الْأَرْضُ وَلَا يَكْتُمُونَ اللَّهَ حَدِيثًا 42 ٤٢

په دغه ورځ كې به هغه كسان ارزو كوي چې كافر شوي دي او د رسول نافرماني يې كړې ده، چې كاشكې په دوى باندې ځمكه (له پاسه نه) همواره كړى شي، او دوى به له الله نه هېڅ خبره (هم) نشي پټولى (۴۲)

تفسیر
په دغه لویه ورځ کې به ارمان کوي هغه کسان چې په الله تعالی یې کفر کړی دی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم نافرماني یې کړې چې کاش که دوی خاوري شوي وی نو دوی او ځمکه به برابره وه، او نه به شي پټولی د الله تعالی څخه هیڅ شی د هغه عمل نه چې دوی کړی وي؛ ځکه چې الله تعالی به د دوی په ژبو باندې مهر ولګوي نو خبرې به پرې نشي کولی، او اندامونو ته به یې حکم وشي نو په دوی به د دوی په کړو عملونو ګواهي وکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ