سوره النساء (ښځې) (آیت 46)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
4
النساء(النساء)، آیت ۴۶
مِنَ الَّذِينَ هَادُوا يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ عَنْ مَوَاضِعِهِ وَيَقُولُونَ سَمِعْنَا وَعَصَيْنَا وَاسْمَعْ غَيْرَ مُسْمَعٍ وَرَاعِنَا لَيًّا بِأَلْسِنَتِهِمْ وَطَعْنًا فِي الدِّينِ ۚ وَلَوْ أَنَّهُمْ قَالُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا وَاسْمَعْ وَانْظُرْنَا لَكَانَ خَيْرًا لَهُمْ وَأَقْوَمَ وَلَٰكِنْ لَعَنَهُمُ اللَّهُ بِكُفْرِهِمْ فَلَا يُؤْمِنُونَ إِلَّا قَلِيلًا
او ځینې له هغو كسانو نه چې یهودیان دي، هغوى له خپلو ځایونو نه كلمِې بدلوي او هغوى وايي: سَمِعْنَا وَعَصَیْنَا مونږ واورېدل او مونږ نافرماني وكړه۔‘‘ وَاسْمَعْ غَیْرَ مُسْمَعٍ ’’او ته واوره، چې ته اورول شوى نه يې‘‘ اورَاعِنَا زمونږ رعایت وكړه د خپلو ژبو په تاوولو سره او په دین كې د طعن (او عیب) راوښكلو لپاره، او یقینًا كه دوى ویلي وى (چې) سَمِعْنَا وَاَطَعْنَا ’’مونږ واورېدل او اطاعت مو وكړ‘‘، او اِسْمَعْ ’’واوره‘‘، وَانْظُرْنَا ’’او مونږ ته وګوره‘‘، نو دا (كلام) به د هغوى لپاره ډېر غوره او ډېر درست ساتونكى و او لېكن الله د دوى د كفر په سبب په دوى لعنت كړى دى، نو دوى ایمان نه راوړي مګر ډېر لږ (خلق) (۴۶)
تفسیر
له یهودو څخه یو بد قوم دی بدلوي هغه خبرې چې الله تعالی رالیږلي دي، نو بس د هغه تفسیر کوي خلاف د هغه څه چې الله تعالی رالیږلي دي، او وایې پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- ته کله چې ورته هغه په څه شي باندې امر وکړي: مونږ ستا خبره اورو، او ستا د کار مخالفت کوو، او وایې دوی د مسخرې په ډول: واوره هغه څه چې مونږ یې وایو ته دې اورول ونه کړی شی؛ او دوی ښکاره کوي په خپلې دې وینا سره: «راعنا» چې دوی دا غواړي: ستا غوږ مونږ ته متوجه کړه، او بلکه د دوی مقصد کنځل کول وي (شپونکې، یا کم عقل او غبي)؛ اړوي راړوي په دې سره ژبې خپلې، دوی اراده د بد دعایۍلري په پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- او هدف د دوی په دین کې عیب ویل وي، او که چیرته دوی ویلی وئ: مونږ ستا وینا واوریده، او ستا تابعداري کوو، په بدل د وینا د دوی کې: مونږ ستا خبره واوریده، او ستا تابعداري نه کوو، او ویلی یې وئ: واوره، په ځای د وینا د دوی: واوره تا ته دې اورول ونه کړی شي، او دوی ویلي وی: مونږ ته لږ انتظار وکړه چې مونږ په هغه څه پوهه شو چې ته یې وایې، په ځاي د وینا د دوی: راعنا (زمونږ شپونکیه، یا کم عقل او غبي)؛ دا به خامخا دوی لره غوره وی د هغه څه نه چې دوی اول ویلی و، او ډیره برابره خبره به وي د هغې نه؛ ځکه چې په دې کې خایسته ادب دی، هغه چې د پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- د شان سره مناسب دی، خو لکن الله تعالی په دوی باندې لعنت کړی دی، نو دوی یې د خپل رحمت څخه شړلي دي د دوی د کفر په وجه، نو دوی داسې ایمان نه راوړي چې دوی ته فایده ورسوي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: