سوره النساء (ښځې) (آیت 48)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۴۸

إِنَّ اللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَنْ يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَٰلِكَ لِمَنْ يَشَاءُ ۚ وَمَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدِ افْتَرَىٰ إِثْمًا عَظِيمًا 48 ٤٨

بېشكه الله نه بخښي دا چې له هغه سره دې (څوك) شریك كړى شي او هغه بخښي هغه (ګناه) چې له دې (شرك، یا كفر) نه كمه وي د چا لپاره چې وغواړي او څوك چې له الله سره شریك ونیسي، نو یقینًا هغه ډېره لویه ګناه راجوړه كړله (۴۸)

تفسیر
بیشکه الله تعالی نه بښي چې هغه سره دې څه شی د خپلو مخلوقاتو څخه شریک کړل شي، او بښنه کوي ښکته د شرک او کفر څخه د ګناهونو چاته چې وغواړي په خپل فضل سره، او عذاب ورکوي په دې ګناهونو سره چا لره چې وغواړي د هغه د ګناهونو په اندازه په خپل عدل سره، او چا چې د الله تعالی سره څه شي شریک کړل نو یقینا جوړه يې کړه غټه ګناه چې؛ نه معاف کیږي څوک چې پرې مړ شو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ