سوره النساء (ښځې) (آیت 54)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۵۴

أَمْ يَحْسُدُونَ النَّاسَ عَلَىٰ مَا آتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ ۖ فَقَدْ آتَيْنَا آلَ إِبْرَاهِيمَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَآتَيْنَاهُمْ مُلْكًا عَظِيمًا 54 ٥٤

یا دوى له خلقو سره حسد كوي په هغه څه چې الله هغوى ته له خپل فضل نه وركړى دى، پس یقینًا مونږه الِ ابراهیم ته كتاب او حكمت وركړى و او مونږه هغوى ته ډېره لویه بادشاهي وركړې وه (۵۴)

تفسیر
بلکه دوی حسد کوي د محمد -صلی الله علیه وسلم- او د هغه د ملګرو سره په هغه چې الله تعالی دې ته ورکړي د پیغمبرۍ نه او د ایمان نه او په زمکه کې د قدرت نه. نو ولې دوی حسد کوي د دوی سره او حال دا چې مخکې مونږ ورکړی و کورنۍ د ابراهیم علیه السلام ته رالیږل شوی کتاب، او پرته له رالیږل شوي کتاب نه نوره وحې هم، او ورکړې وه مونږ هغوی ته په خلکو باندې پراخه بادشاهي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ