سوره النساء (ښځې) (آیت 56)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۵۶

إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِنَا سَوْفَ نُصْلِيهِمْ نَارًا كُلَّمَا نَضِجَتْ جُلُودُهُمْ بَدَّلْنَاهُمْ جُلُودًا غَيْرَهَا لِيَذُوقُوا الْعَذَابَ ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَزِيزًا حَكِيمًا 56 ٥٦

بېشكه هغه كسان چې زمونږ په ایتونو كافر شوي دي ژر ده چې مونږ به هغوى اور ته ننباسو، هر كله چې د هغوى څرمنې (په اور) پخې شي، مونږ به هغوى ته له هغو نه غیر نورې څرمنې وربدلې كړو، د دې لپاره چې دوى عذاب وڅكي، بېشكه الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى (۵۶)

تفسیر
بیشکه هغه کسان چې کفر یې کړی زمونږ په آیتونو زر به ننباسو مونږ دوی د قیامت په ورځ اور ته چې ګردچاپیره به وي د دوی څخه، هر کله چې وسوځیږی څرمنې د دوی بدلې به کړو ورله نوری څرمنې غیر د دې نه؛ د دې لپاره چې په دوی باندې عذاب همیشه وي، بیشکه دې الله تعالی زورور دی هیڅ شي پرې نشي غالب کیدلی، حکمت والا دی په هغه څه کې چې برابروي يې او فیصله کوی يې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ